د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ۷۶ سېلاب ځپلو کورنيو ته بېړنۍ نغدې مرستې ووېشلې
د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د DRC موسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۷۶ کورنيو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له ګډې سروې وروسته بېړنۍ نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۱۰,۸۰۰ افغانۍ وويشل شوې، چې ټولټال اته سوه او شل زره او اته سوه (۸۲۰,۸۰۰) افغانۍ د ياد شويو کورنيو لپاره ځانګړې شوې وي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
