د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناری ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، یو کاتن خرما، یو عدد څراغ، یوه تخته پلاستیکي ترپال او یوه بسته البسه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
