د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په جنګل یونس، زرمردان، علي آباد او کوتل ګزک کلیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، نیم کیلو تورې چای، دوې پایې څراغونه او یو عدد صندوق ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټنګار کړی دي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته به د مرستو رسولو په موخه په راتلونکي کې هم د سروې او ارزونې لړۍ دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
