د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Apr 22 2026 12:08 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو د ملاتړ او SI مؤسسو په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ ۸۸ هغو کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د مرستو د وېش په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د IOM سازمان له لوري ۲۲ قلمه بېلابېل غیرخوراکي توکي، ۳  تختې کمپلې، د ماشومانو د ملاتړ موسسې لخوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته، د SI موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۴۰۰ افغانۍ او د WFP سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو مؤسسو څخه د مرستو په پار مننه او قدردانی وکړ. 

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .