د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲۴ زیانمنو کورنیو او ۳۵ تنه کاریګرو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, May 02 2026 12:34 PM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماشوم ساتنې، RRAA او اکشن اېډ مؤسسو په مالي ملاتړ او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي او تخنیکي همکارۍ د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د یاد ولایت د جلال آباد ښار په امید آباد سیمه کې ۸۰، په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ۳۸۷، شینوارو ولسوالۍ کې ۲۵۷ زیانمنو کورنیو ته او په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۵ تنه کاریګرو ته د کار کولو په بدل کې له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري ۳۸۷ کورنیو هرې یوې ته یو د پخلنځي کېټ چې ۱۲ قلمه توکي پکې شتون درلود، یو عدد جارو، یوه تخته پلاستیکي فرش، ۳ تختې کمپلې، یو عدد څراغ او له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۸ کورنیو ته چې سختې زیانمنې شوې وې هرې کورنۍ ته یو باب خېمه، د RRAA مؤسسې لخوا ۲۵۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، یو د روغتیا ساتنې کيټ چې ۴۴ قلمه توکو پکې شتون درلود، د اکشن اېډ مؤسسې له لوري ۸۰ کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۹۲۰ افغانۍ نغدي پیسې او د ماشوم ساتنې مؤسسې له لوري ۳۵ تنه کاریګرو هره یوه ته ۵۹۲۵ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د زیانمنو شویو کورنیو او کارګرو لپاره درې میلیونه او اته لکه او دوه اتیا زره او دوه سوه او اتیا (۳،۸۸۲،۲۸۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې. 

د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادو بنسټونو او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .