د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ غنم او ۱ روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
