له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د خاص ارزګان ولسوالۍ په کلخور کې د الر درې له ویجاړ شوي پل څخه لیدنه وکړه او د بیا رغونې ژمنه یې وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خاص ارزګان ولسوالۍ د کلخور له ویجاړ شوي پل څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د سیمې له سپینږیرو، مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل او د خلکو ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل. هغه د زیانمنېدونکو سیمو د اساسي اړتیاوو پر پوره کولو او ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له پاملرنې او شتون څخه مننه وکړه او د ویجاړ شوي پل د بیا رغونې د چارو د ژر پیل او د سیمې د نورو بنسټیزو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د کلخور له پل څخه د لیدنې پر مهال، چې د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوی، ژمنه وکړه چې د دې پل د بیا رغونې موضوع به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ځانګړې بودجې او یا هم د همکارو مؤسسو په همغږۍ تعقیب کړي او د ترمیم په برخه کې به لازم اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دغه پل د سیمې له مهمو نښلوونکو لارو څخه ګڼل کېږي او د ویجاړېدو له امله یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
