د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳۶ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مځې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د غورماچ، تګاب عالم او سنګ آتش ولسوالیو اړوند ۸۳۶ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۳۰۹ کورنیو هرې یوې ته ۵,۴۷۸ افغانۍ نغدې پیسې او یوه بسته فامیلي کېټ، ۲۷۳ کورنیو هرې یوې ته ۵,۴۷۶ افغانۍ نغدې پیسې او یوه بسته فامیلي کېټ او ۲۵۴ نورو کورنیو هرې یوې ته ۵,۴۷۱ افغانۍ نغدې پیسې او یوه بسته فامیلي کېټ ووېشل شول، چې ټولټال څلور میلیونه او پنځه سوه اووه اویا زره او دوه سوه څلور اتیا (۴,۵۷۷,۲۸۴) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۳/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره