د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰۶ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې ١٤٠٦ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٢،٩٦٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه، یو سل او یو شپېته زره او اوه سوه او شپېته (٤،١٦١،٧٦٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/٢/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره