د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۴ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسیف UNICEF سازمان په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې، ۲۶۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او یو د روغتیایي بستې کیټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
