د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۶ زیانمنونکو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۲۱:۳۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت په مرکز کې ۵۶۶ زیانمنونکو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې له یادې جملې ۴۱۳ خورا زیانمنونکو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۹۹۰ افغانۍ او ۳ تختې کمپلې، ۹۱ نورو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۲۰۰ افغانۍ او ۶۲ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۴,۷۱۵ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۱۱,۴۱۹,۴۰۰ (۱۱ میلیونه، ۴۱۹ زره او ۴۰۰) افغانۍ د ۵۶۶ کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC  مؤسسې ترمنځ د ۱،۲۲۶،۳۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

 نن ورځ سه  له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ډنمارک د کډوالو ټولنې (DRC) مؤسسې د ماین پاکۍ پروګرامونو له رئیسې؛ اغلې حنا روز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  جینوا کال مؤسسې ترمنځ د ۳۲۸,۷۹۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

 نن ورځ د سې شنبې په ماسپښین، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د جینوا کال (Geneva Call) مؤسسې له رئیس؛ محترم فهد عباسي سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۷:۵
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۲۴۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ هرې کورنۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .