د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۱۷
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲،۶۶۲ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او یوسل او نه ویشت زره او شپږ سوه (۲،۱۲۹،۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې. 

د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به په راتلونکو درې میاشتو کې هم نغدي مرستې ترسره شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس ښاغلي رسل، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د EPTDO مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د EPTDO مؤسسې له رئیس عبدالهادي اچکزي، د پروژو له مدیر خبیب احمد کاکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په یکاولنګ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .