د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لوږې پر وړاندې د مبارزې موسسې په مالي ملاتړ, ۱۲۰۰ کاریګرو ته چې له یادې جملې ۵۴۴ کسانو ته په درایم ولسوالۍ کې او ۶۵۶ کسانو ته په یمګان ولسوالۍ کې د چکډیم او سړک د ترمیم کار ترسره کولو په بدل کې د دویم قسط نغدي پیسې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دی پروګرام کې ۱۲۰ ښځې هم د ګبیون بافي لپاره شاملې وې چې د محرم سره یې د ۱۰ ورځو کار په بدل ۸۰۰۰ افغانۍ او نورو کاریګرو ته د ۱۰ ورځو کار په بدل کې ۴۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې چې په مجموعي توګه ۵۲۸۰۰۰۰ (۵ میلیونه او ۲۸۰ زره) افغانۍ ووېشل شوې.
نيټه: ۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره