د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۳۸ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په خوست ولسوالۍ کې ۱۴۳۸ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د درې میاشتو خوراکي مرستې په یو ځل ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۳.۶۵ کیلو غوړي، ۱۸.۷۵ کیلو دال، ۱.۵ کیلو مالګه او ۳ کیلو سوپرسیریل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
