د بهسودینو ولسوالیو پر ۱۱۷۲ اړمنو کورنیو ۳۴ مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
۱۴۴۴/۵/۲۱
د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست تر رهبرۍ لاندې DRC موسسې د لومړۍ حصې بهسود پر ۵۹۹ او د مرکز بهسود ولسوالۍ پر ۵۷۳ بېوزلو او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشله.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۲۹ زره افغانۍ د ژمنۍ مرستې تر نوم لاندې ورکړل شوې، تر څو ترې هره کورنۍ د ژمي په ساړه موسم کې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.
د DRC موسسه پلان لري، چې د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې پر ۲ زره او ۸ سوه اړمنو کورنیو ورته ژمنۍ نغدي مرستې ووېشي.
