د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ په عرب قرلق او ایتي اورغ کلیو کې د ښوونځي زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هر زده کوونکي ته ۱۱ قلمه ښوونیز او ۸ قلمه تفریحي وسایل ووېشل شول.

د دې اقدام موخه د زده‌کړو له بهیر څخه ملاتړ، د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول او د ماشومانو د روحیې پیاوړتیا ده.

نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WASSA ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۱۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د نه لکه یو څلوېښت زره نه سوه او نه څلویښت (۹۴۱,۹۴۹) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستېال او د پروګرامونو د مسؤل بوستان فهیم، د نړیوالو اړیکو د مسؤل احمد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .