د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بوم سیوک څخه تر بوم رازي پورې د سړک د ترمیم او پراخولو کار پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۱۳
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بوم سیوک څخه تر بوم رازي پورې د سړک د ترمیم او پراخولو د پروژې عملي کار پیل کړ.

دا پروژه د ۳ کیلومتره په اوږدوالي او د درې لکه او نوي زره (۳۹۰,۰۰۰) افغانیو په ټولیز لګښت پلي کېږي. د دې پروژې په چوکاټ کې، د دایکنډي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري یوه عراده اسکواټور ماشین د سړک د ترمیم او پراخولو د چارو د ترسره کولو لپاره په کار لګول شوی دی.

یاد سړک د ولایت د مرکز د سیوک شیبر کلي د خدیر ولسوالۍ له ویرمنا، مشنوک، بوم رازي او رباط کلیو سره نښلوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ واټن لنډ شي، د واورې ښوېدنې له امله رامنځته کېدونکي خطرونه به راکم شي او د خلکو د تګ راتګ او خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادو سیمو اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او د عامه المنفعه پروژو د پلي کېدو او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې یې د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو او خدمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۸
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ممل کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ مستحقو بزګرانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۳۲۰ بزګرانو ته چې په خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې د سېلابونو او ږلۍ وریدو له امله کرنیز محصولات یې له منځه تللي وو، له سروې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت په مرکز کې د قره باغ ولسوالۍ هغو ۸ کورنیو ته چې د سیلاب له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .