د روسیې فدراتیف د بشري مرستو د ۲۳ ټنو جوپه کابل ته راورسېده

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۲:۱
news picture

کابل- د چنګاښ ۲۹مه-۱۴۰۱
د روسیې فدراتیف جمهوریت نن سهار د بشري مرستو په دوام، ۲۳ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې افغانستان سره مرسته وکړه.
د دغو مرستو د تسلیمي اخیستو په پروګرام کې محترم غلام غوث ناصري، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست د روسیې فدراتیف بشري مرستو څخه په قدرانۍ وویل: په دې شرایطو کې دغه مرستې د افغانستان لپاره حیاتي دي او د بشري مرستو د دوام غوښتونکی شو.
ښاغلي ناصري زیاته کړه: موږ به دغه مرستې په ټول افغانستان کې په شفافه توګه د پېښو له امله زیانمن شویو ته ووېشو.
ورپسې انتون لاوروف په کابل کې مېشت د روسیې سفیر مرستیال وویل: نن ۲۳ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل زیانمن شویو ته د رسېدنې په پار د ا.ا.ا ته تسلیم شول، او د پېښو وزارت سرپرست ته یې په نږدې راتلونکي کې د بشري مرستو کولو ژمنه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې په دې مرستو کې وریجې، کمپلې، انټي سیپټیک او خیمې شاملې وې، چې د طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
news picnews pic

 


 

 

news pic

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .