د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۷ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله د ۷ شهیدانو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هر شهید کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱۴۰,۰۰۰ افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره