د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۳۱۵ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۴۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په دره صوف ولسوالۍ کې ۳۱۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې، د مرستو ترلاسه کونکو له اسلامي امارت او یاد موسسې څخه د مرستو د وېش لپاره مننه او خوښي څرګنده کړه. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت په ډیوه‌ګل دره کې ۳۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې د خیرالامه مؤسسې په ملاتړ، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې د اندر لچک کلي ۳۰۰ زلزله ځپلوکورنیو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ ولایت کې ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۵ قلمه غیرخوراکي توکي ووېشل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خپلو یو له کاري شریکانو څخه, د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ په ملاتړ، د کونړ ولایت په ډیوه‌ګل دره کې د شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو ۵۰ کورنیو ته، ۵. . .

جمعه ۱۴۰۴/۶/۱۴ - ۲۱:۵۱
Background image

د روسیې فدراسیون لخوا د ۲۰ ټنه خوراکي موادو لومړۍ برخه له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لوی رئیس ته تسلیم شوه

نن ورځ، جمعه، د روسیې فدراسیون لخوا د ۲۰ ټنه خوراکي موادو لومړۍ برخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ته تسلیم شوه. دغه مرسته د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .