د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له 323 زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۳۸
تصویر خبری

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ, د روی دوآب, خرم و سارباغ, فیروز نخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو اړوند 323 کورنیو ته چې پخوا د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
له سروې وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وړاندیز پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د تفاهم نامې له مخې, د IOM موسسې له لوري هرې کورنۍ ته 17250 افغانۍ نغدي پیسې او یو ژمنۍ کېټ د ولایت محترم مقام استازي, د علماوو شورا استازي, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر مولوي احسان الله احسان او د اړوندو ادارو استازو په شتون کې ووېشل شوې. 

1446/5/10
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پرمختیایي پروګرام (RRDPO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون (OMAR-QRT-02) ټیم، د ډنډ پټان ولسوالۍ د حسن‌خېل کلي څخه ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د شینواري ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .