د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د دې ولایت اړوند ۱۲۸ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
