د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د اوبو رسونې شبکې د پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وشوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۷
news image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د عامه المنفعه پروژو د پلي کېدو د کیفیت د څارنې په موخه، د یاد ولایت د ساغر ولسوالۍ د ده قاضي کلي د اوبو رسونې شبکې د پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه او څارنه ترسره کړه. دغه پروژه د AAH مؤسسې له لوري د BMZ په مالي ملاتړ پلې کېږي.

د دې څارنې پر مهال، څارونکي پلاوي د پروژې بېلابېلې برخې، لکه د اوبو د لېږد لارې، د پایپونو د نصب څرنګوالی، د پایپونو لپاره د کیندل شوو خندقونو ژوروالی او د ترسره کېدونکو چارو عمومي کیفیت له تخنیکي پلوه وارزاوه.

د ترسره شوې ارزونې پر بنسټ، د پروژې د پلي کېدو په بهیر کې یو شمېر تخنیکي نیمګړتیاوې په لاندې ډول ولیدل شوې:
•    په ځینو برخو کې د پایپونو د ښخولو لپاره د کیندل شوو خندقونو ژوروالی له تخنیکي معیارونو څخه کم و. 
•    په ځینو برخو کې پایپونه په مناسبه توګه په نرمه خاوره نه وو پوښل شوي او نه هم ټینګ شوي وو. 
•    د شبکې ځینې نښلونکې برخې او نورې برخې د پروژې د تخنیکي مشخصاتو له مخې اصلاح او بشپړېدو ته اړتیا لري. 

څارونکي پلاوي یادې نیمګړتیاوې په رسمي ډول د پروژې د پلي کوونکې مؤسسې له تخنیکي مسؤلینو سره شریکې کړې او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې دغه ستونزې د امکان تر حده په لنډ وخت کې د تخنیکي معیارونو سره سمې اصلاح کړي.
په پای کې، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د خطرونو د کمولو او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو څارنه به په دوامداره توګه روانه وي، څو ټولې پروژې په لوړ کیفیت پلې او خلکو ته خوندي او دوامدار خدمات وړاندې شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .