د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شوی

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د ۰۵ (OMAR-QRT-05) چټک ځوابوېینې ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې، ۱ عدد ساده پټاقۍ، ۱.۵ متره فلیته ثانیه سوز او ۷۵ ګرامه باروت، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو له لوري د ځمکې کرلو پرمهال لیدل شوي وو، کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شول.
د یادونې وړ ده، چې د یادو عملیاتو په ترسره کولو سره د سیمې اوسېدونکی د چاودېدونکو توکو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره