د فراه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او خنثی شول

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۲:۴
image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د DRC دفتر د ماین‌پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د فراه‌رود ولسوالۍ په دولت‌آباد کلي کې د PMN-2 ډوله څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړل.

دغه عملیات د DRC دفتر د ماین‌پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د ناچاودو توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندیتوب رامنځته په موخه ترسره شول.

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د هر ډول شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې دغو توکو ته لاس ور وړلو څخه ډډه وکړي او د موضوع په اړه دې سمدستي اړوندو مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .