د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړېدو له کار څخه څارنه وکړه
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم، د یاد ریاست د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې موخه د ودانۍ د رغنیزو چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د کارونو د پرمختګ ارزونه وه. د تخنیکي ټیم په وینا تر اوسه د دې ودانې د جوړولو چارې شاوخوا ۱۶ سلنه بشپړې شوي او پاتې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.
د څارنې پر مهال د چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي پلان سره سم د کارونو پر دوام ټینګار وشو او اړوندو مسوولینو ته د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
