د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰ مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۷
تصویر خبر

 د لغمان ولايت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۹۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غيرخوراکي مرستې ووېشلې.

د مرستو د وېش بهیر د  لغمان ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګی رئیس, قاري خير محمد غازي ، د ولایت مقام د دفتر رئيس قاري شکرالله کاوون او د کلیو د پراختیا ریاست استازي, مولوي فضل الرحمن په شتون کې ترسره شو. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، د يونيسف ژمنۍ البسې کيټ، ۵ کيلو بوره، نيم کيلو تور چای او دوه تختې کوچنۍ کمپلې ووېشل شوی.

مرسته‌اخيستونکو کورنيو د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي وښوده او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دوامداره رسېدنې په پار یې مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۲۰ هـ ق

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د سره پل د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د سره پل د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه. 

یاد پل چې څه موده وړاندې یې د بیارغونې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .