د میدان‌وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۴۲
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان سوله جوړونې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د میدان‌وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ۴۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، له سروې وروسته او د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه، چې په ټولیز ډول څلور لکه او اتیا زره (۴۸۰,۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د میدان‌وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمدشاه ذهین، له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دغه ریاست به په راتلونکې کې هم هڅه وکړي څو زیانمنو کسانو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا مؤسسې (ORDR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د DAHW مؤسسې په مالي تمویل د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .