د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ ته بیړنۍ غیر خوراکي مرستې ووېشلې  

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ګیدړ خیل کلی د وروستیو سختو بارانونو ورېدو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی وو له سروې وروسته بیړنۍ د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې یادې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ باب خېمه، ۲ بورۍ غنم، ۱ عدد د یونیسف روغتیایي کیټ، ۷ کیلو بوره، ۲ عدده ګروپونه او ۱ عدد صندق ووېشل شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولین هڅه کوي، چې د ولایت په کچه د هغو کورنیو سره بیړنۍ مرستې تر سره کړي، چې کورنۍ یی د باران او سیلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۴۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، په یاد ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۱
Background image

د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې یوه کتله تر خطر لاندې ډبره په خوندي توګه له منځه یوړل شوه

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د درې ولسوالۍ په زردي تمبنه کلي کې یوه کتله ډبره چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړي، وو په خوندي توګه له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۰ تنو شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د ۱۳مې او ۲مې ناحیې اړوند ۱۰ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د وروستیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .