د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشن ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۷۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۰،۹۲۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه لکه او څلور شپېته زره او څلور سوه (۷۶۴,۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادې مؤسسې او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
