د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٤ بېوزله کورنیو ته ٥٠٤٠٠٠ افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۲۱:۳۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغونې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ٨٤ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته  د مسؤلینو په شتون کې، د پنځم او شپږم پړاو ٦٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٥٠٤,٠٠٠ ( ٥٠٤ زره ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې. 
د یادونې ده، چې له دې کورنیو سره یادې مرستې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ترسره شوې.

نېټه: ۱۴۴۶/٩/٢٤
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

په کندهار ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د DRC ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT، د یاد ولایت د دامان ولسوالۍ په پنځلسمه او شپږمه ناحیه کې ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

په تخار ولایت کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د پوهاوي ورکولو له روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست په کلفګان ولسوالۍ کې د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د پوهاوي ورکولو روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد پروګرامونه له پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .