د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د بیا ودانولو او طبي مرستو موسسې (DARMAN) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۲.۵ کیلو لوبیا، ۲.۱ کیلو چای او ۲ کیلو بوره ووېشل شوه.
ورته مهال، د مرستو ترلاسه کوونکو له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې مؤسسې څخه مننه او قدرداني وکړه او په راتلونکي کې یې د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی کړل شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د رسېدنې له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړې وې، د ولایت مقام د حکم پر بنسټ او د کمېټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۱۰
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ تنه کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .