د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
NEWS IMAGE

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Cordaid مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي مرسته او CDRO مؤسسې په تخنیکي، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په کندک، قلعه شاهي، کشموند قلعه او صفر قلعه کې ۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۹۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو ته ۸۳۶ زره افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او CDRO مؤسسې څخه قدردانی وکړ او د ورکړل شویو نورو مرستو غوښتنه یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو چارې پيل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ چې د يادې ادارې ټولو ولايتي رياستونو ته يې د خوړونو د پاکولو لارښوونه کړې وه، د کونړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه د زیانمنونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي مرستو د وېش بهیر په یاد ولایت کې عملي کړ.

په دې بهیر کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۲۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د بودجه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري برابرېږي، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .