د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کانیتوا ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي او د احتمالي زیانونو د کمولو په موخه د کانتیوا ولسوالۍ په پڅل کلي کې د ۴۲۲,۰۰۰ (څلور سوه او دوه ویشت زره) افغانیو په ارزښت یو استنادي دیوال په اساسي او معیاري ډول جوړ کړ او نن ورځ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
یاد استنادي دوال د سیمې د خلکو د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ د ۴۰ متره په اوږدوالي، ۱.۶ متره پلنوالي او د ۲.۷ متره په لوړوالي جوړ شوی دی. له دې وړاندې په دې سیمه کې جهادي مدرسه، د سیمې هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې په جدي ډول د سېلابونو له خطرونو سره مخ وې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره ۸۰ هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه او یو باب مدرسه د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شوې او همدارنګه دا پروژه د خلکو د خوښي لامل شوې او د طبیعي پېښو د احتمالي زیانونو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
