د وزارت مخترم مقام د تفاهم نامی په اساس  ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست په هلو ځلو ۲۰ کورنیو ته خوراکي او د غیر خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۹
news image

ننګرهار ، شنبه 7 شعبان 1445 هـــ ق
د لید پراختیايي محترمي مؤسسي د وزارت مقام د هدایت او د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي ریاست سره په همغږي شلو (۲۰) کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد چي هري کورني ته  ۱۲ کیلو ګرامه نري وریجي، ۳.۵ کیلو ګرامه لوبیا، ۳.۵ کیلو ګرامه بوره، ۳.۵ کیلو ګرامه مکرونی، ۰.۵ کیلو ګرامه شین چاي، یوه قطعي ۱ کیلو ګرامه روب، ۵ لیتره غوړي، ۱ بسته مالګه، ۱ ښځینه جاکټ، ۱ ښځینه جامپر، ۳ د ماشومانو جاکټونه، ۳ د ماشومانو جمپرونه، ۳ جوړي د ماشومانو بوټان او جورابي په توزیع شویو موادو کي شامل ؤ.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست  څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي ددوي سره يي د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستو زمینه مساعده کړه.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .