د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ
په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.
همدارنګه یاد ریاست د زیانمنو شویو سیمو د پاکولو لپاره درې عرادې اسکواټور ماشینونه په کار اچولي، څو د سیلابونو پاتې خټې، شګې او تېږې او خنډونه پاک کړي.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالعلیم افضلي وویل چې د دغو پروژو موخه د خلکو او عامه تأسیساتو ساتنه او د سیلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول دي او په زیانمنو شویو سیمو کې یې د وقایوي او بیا رغونې فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.
د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د طبیعي پېښو له امله د زیانونو د کمولو او د خوندیتوب د تأمین لپاره یو اغېزناک ګام وباله.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
