د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ د پسګران کلي د سړک جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۶
news image

 
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د اقتصاد ریاست له استازو څخه جوړ شوي ګډ څارونکې پلاوي د دره ولسوالي د پَسګران کلي د سړک جوړولو د پروژې د کار بهیر د ارزونې لپاره سیمې ته سفر وکړ.

یاده پروژه د څلور سوه زره (۴۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بودجې، د سیمې د خلکو په همکارۍ او د قراردادي شرکت له لوري پيل شوې، چې تر دې دمه شاوخوا ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري. 

څارونکې پلاوي د لیدنې پر مهال د پروژې بېلابېلې برخې وارزولې، موجودې تخنیکي او اجرایي ستونزې یې تشخیص کړې او د کار د کیفیت د ښه‌والي او د کارونو د چټکتیا لپاره یې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د کلي اوسېدونکو د ولایت د مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اړوندو ادارو له پاملرنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې سړک جوړول د تګ‌راتګ په اسانتیا، خدمتونو ته په لاسرسي او د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول لري، او دوی به تر بشپړېدو پورې خپله همکاري دوامداره وساتي.

څارونکې پلاوي همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې ساختماني معیارونه مراعات شي، له باکیفیته موادو کار واخیستل شي او کار په منظم او چټک ډول پرمخ ولاړ شي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۲ ه ق

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۴۳
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دلارام ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ویجاړ شوي پُل تخنیکي سروې وکړه

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دلارام ولسوالۍ په فیروزګي کلي کې د سېلابونو له امله د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې لپاره تخنیکي سروې او ارزونه وکړه.

د سروې پایلې ښيي چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاملرنې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ په مندوخیل سیمه کې د وروستیو هوایي بریدونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۲۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډافا موسسې د ماین‌پاکۍ ټیم په همکارۍ، په فیض‌آباد ښار کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .