د پېښو په وړاندې د چمتووالي او رسیدو په چارو کی د ملي ادارې سرپرست په مشرۍ هفتواره اداري غونډه ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۴:۳۶
news image

کابل- د محرم الحرام ۲۵-۱۴۴۶
 د پېښو په  وړاندې د چمتووالي او رسیدو په چارو کی ملي ادارې سرپرست  محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ نن سهار اداري غونډه، د ټولو رییسانو  په ګډون  ترسره شوه، په غونډه کې په لاندیني موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه:
۱-د اړتیاوو او زیانمنتیا  له مخې په  ولایاتونو کی  باید  څومره نغدی،  خوراکي او  غیرخوارکي مواد موجود وی ترڅو د پیښی په وقت کی زموږ ولایتی مسؤل عاجل اقدام وکولی سی. 
۲- څرنکه چی زموږ د اداری نوم پیښو ته چمتوالی دی نو باید په هر ولایت کی موږ دوه عرادی موټر ولرو یو د ریاست د چارو لپاره یو د پیښو په چارو.کی د سروی او توزیع لپاره  باید چمتو ولاړ وی پدی اړه هم د موټرانو د خریداری لپاره لازم تصمیمونه ونیول سول  
٣ : څرنګه چی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم د حوادث د وزارت نوم په ( دپیښو په وړاندی د چمتوالی او رسیدو په چارو کی ملی اداری ) بدل سوی دی نو پریکړه وسول او د نشراتو ریاست ته حکم وسوو چی په مرکز او ولایتونو کی د نن څخه وروسته ټول نشرات، مهرونه، بیرغونه او نور نشرات ددی حکم سره سم روان کی او پخوانی نشرات هم ټول اصلاح کړی 
محترم ترابي صاحب، په بېړنیو حالاتو کې د دې ادارې په ولایتي ګدامونو کې زیانمنو ته د رسېدنې په موخه د اړینو توکو شتون مهم وباله، او په دې اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه د مالي او اداري عمومي رییس په مشرۍ یې د موټرونو د پېریدلو لپاره د بودیجې د تنظیم او معلومولو په موخه یوه کمېټه هم وټاکله.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۸
Background image

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بلچراغ ولسوالۍ په چهاربید کلي کې د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۳ متره په لوړوالي استنادي دېوال د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ موسسې ترمنځ د یو سل او نه ویشت زره او نولس (۱۲۹,۰۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشن ایسټ مؤسسې له سرپرستې، میرمن ګونل جغفرو سره په خپل کاري دفتر کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (SCI). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .