د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې د خوړ سیمې له شګو او خټو څخه پاکې شوې 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۶
تصویر خبر

د سېلابي سیمو د پاکولو د پروګرام په دوام، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې هغه سیمې چې تر ګواښ لاندې او زیانمنونکې وې، له شګو او خټو څخه پاکې کړې. د دې پروژې د چارو څارنه د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالعلیم افضلي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي وکړه.

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وايي، چې دا پروګرام به د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د کمېټې د غړو ریاستونو  په همکارۍ، چې درنې ماشینرۍ لري دوام ومومي. 

د مسؤلینو په وینا، د دې پروسې پلي کېدل د سېلابونو د ښه مدیریت، د هغوی له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي، او د ښاریانو د لا زیات خوندیتوب د رامنځته کولو لپاره یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۲۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا د ارزونې په اړه تخنیکي غونډه وکړه

تېره ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تخنیکي ټیمونو د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا د ارزونې په اړه تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۶
Background image

د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې د خوړ سیمې له شګو او خټو څخه پاکې شوې 

د سېلابي سیمو د پاکولو د پروګرام په دوام، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې هغه سیمې چې تر ګواښ لاندې او زیانمنونکې وې، له شګو او خټو څخه پاکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۰۱۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د متحده عربي اماراتو هېواد، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، OHW او د ASIO مؤسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په دره صوف بالا او حضرت سلطان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .