د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په موسهي ولسوالۍ کې د یوه کانال پاکول پیل کړل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو پر بنسټ، د ټولو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو ته دنده سپارل شوې ده، چې د ولایتي کمیټو د ماشینونو او د دې ادارې د بودیجې په کارولو سره د احتمالي سېلابونو د مخنیوي لپاره په مختلفو سیمو کې د کانالونو او سیلبر لارو پاکول پیل کړي، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې لارښوونې له مخې، په موسهي ولسوالۍ کې د عبدالرحیم زي کانال پاکول پیل کړل.
د دې کانال پاکول په رسمي ډول د دې ادارې د ماشینونو او آسانتیاوو په کارولو سره د سیمه ییزو مسؤلینو او مشرانو په شتون کې پیل شول او ځایی خلکو د دې نوښت هرکلی وکړ او د مسؤلینو په ځانګړې توګه د دې ادارې د رهبرۍ لپاره یې د خیر دعا وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې