د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۱۷ قلمه توکي لرونکی د یونیسف یوه بسته، یو کیلو چای، یو عدد صندوق او د اوبو د تصفیې ۱۰۰ ټابلیټونه د یاد ریاست له لوري او د سېلاب خیریه بنسټ له لوري ۱۰ قلمه توکي ووېشل شول.
په دې پروګرام کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم مولوي نجیب الله انوري د دې مرستو د وېش څرنګوالي او له مستحقو او زیانمنو څخه د دې ادارې د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
