د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٤٩ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز اړوند ٣٤٩ مستحقو کورنیو ته د پنځم پړاو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١٤,٥٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٥,٠٦٠,٥٠٠ ( ٥ میلیونه، ٦٠ زره او ٥٠٠ ) افغانۍ په ورکول سوی
د یادونې ده، چې په دې ولایت کې ټولې ١٣٠٠ کورنۍ مستحقې پېژندل شوې وې، چې پاتې ٩٥١ کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې نغدي مرستې ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/٨/٢٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
