د کندهار ولایت د کرنې ریاست له ګدام څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته ولېږدول شول 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۸:۳۲
تصویر خبر

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هېواد ټولو ولایتونو ته له ولایتي او مرکزي سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شوی، په همدې چوکاټ کې نن ورځ شنبه، د (٢,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، د  کندهار ولایت د کرنې ریاست له ګدام څخه د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته د طبیعي پېښو له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې په موخه ولېږدول شول.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د یاد رياست په ګدام کې ذخیره شي او د اړتيا په وخت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو باندې ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۵ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .