د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګي رياست ۱۰۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلي 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Save the Children مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، WFP، CHA,UNHCR,،UNFPA  سازمانونو او یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، تر دقیقي سروي وروسته د مسؤلینو په شتون کې د IOM مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۳ تختې توشکې، ۱ دانه سولري څراغ او ۱ د اشپزخانې کېټ، د WFP دفتر په مالي ملاتړ او د HOPA  مؤسسې په همکارۍ هرې کورنۍ ته۲۰۰  کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال نخود، ۴۲ پاکټه بسکویټ او ۲ کیلو مالګه، د UNFPA  دفتر لخوا هرې کورنۍ ته یو د روغتیا ساتنې حفظ‌الصحې کېټ، دUNHCR  دفتر په مالي ملاتړ او د CHA مؤسسې په همکارۍ ۳۲ کورنیو هرې یوې ته ۱ باب خېمه او د Save the Children مؤسسې لخوا ۷۷ کورنیو هرې یوې ته د ترمیم کېټونه او ۱۰۹ کورنیو هرې یوې ته د روغتیا ساتنې کېټونه ووېشل شول.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیانمنو کورنیو لاسنیوی خپل مسؤلیت ګڼي او د یادو همکارو مؤسسو له دوامدارو بشردوستانه همکاریو څخه مننه کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .