د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ٢٢ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په مرکز کندهار ښار کې ٢٢ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته له ٨,٠٠٠ څخه تر ١٠,٠٠٠ افغانۍ نغدي مرستې وویشل شوې، چې ټولټال یو لک او یو نوي زره (١٩١,٠٠٠) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
