د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو عدد ناچاوده ماین کشف او خنثی شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۲:۲۲
تصویر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ برخې د (AIM-01)  تخنیکي ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري کلي په سیمه کې د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال یو عدد ناچاوده ماین کشف او په خوندي ډول خنثی کړ.

یاد ټیم د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یو عدد په لاس جوړ شوی بوشکه‌یي ماین کشف او په خوندي توګه لمنځه یووړ.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .