له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر هېوادله نوي ګمارل سوي سلاکار ښاغلي مردف علي القاشوطي او مل پلاوي سره ناسته وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۴:۳۷
news iamge

 کابل _ ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶
 له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د قطر سفارت سرپرست ته  د ښه راغلاست  په ویلو سره  زیاته کړل او وې ویل چې د قطر هېواد د افغانستان  سره لازمې همکارۍ کړې دی او موږ ئی شکریه ادا کوو 
 محترم ترابي صاحب  په کابل کې د قطر سفارت له سلاکارسفیرڅخه وغوښتل چې د طبعی او غیری طبعی پیښو  په اړه د بیړنیو حالاتو او خطرونو د مدیریت په برخه کې زموږسره همکاري وکړي.
 ورپسې په کابل کې د قطر د سفارت سرپرست محترم مردف علي القشوطي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست سره دخپل  هېواد د همکاریو یادونه وکړه او وې ویل چې په کابل کې دقطر په سفارت کې د نوي چارواکي په توګه موږ د وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنو سره سم همکارۍ ته چمتو یو.
او په افغانستان کې د قطر سفارت سرپرست په بیړنیو حالاتو کې له دغه هېواد سره د مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو د غوښتنو او معلوماتو له مخې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
 په اخر کې دواړو خواوو په بيړنيو حالاتو او بيړنيو پروژو کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د همکارۍ په موخه د اطلاعاتو او معلوماتو پر شريکولو ټينګار وکړ او د دوه اړخيزو همکاريو ژمنه يې وکړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې 

د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .