له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هنډیکپ نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل
نن ورځ سه شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د هنډیکپ مؤسسې د نوی رئیس وینسنټ رو ویر، د علمیاتي مسؤل ډاکټر عبدالمتین او بشر دوستانه اړیکو ته د لاسرسي متخصص، حبیب الرحمن ابراهیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې هغه مؤسسې چې زموږ سره تفاهم نامې لاسلیک کوي باید په تفاهم نامه کې ذکر سوې بودجه مصرف کړي تر څو زیانمنو خلکو ته یې ګټه ورسیږي.
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړه، چې موږ په ټولو ولایتي ریاستونو کې د تفاهم نامو د ښه تطبیق او د پروژو د معلوماتو لپاره مدیریتونه لرو او هغو ته مو امر کړی دی، چې په تفاهم نامو کې د ذکر سوو پروژو څخه څارنه وکړي.
د هنډیکپ مؤسسې رئیس ښاغلي وینسنت رو ویر، د یادې ادارې د لوی رئیس او کاري ټیم څخه یې ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چي دې ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او موږ به تل هغه خدمات چې زموږ په واک کې وی ورڅخه ونه سپموو.
همدارنګه، ښاغلي رو ویر زیاته کړه چې د تېرې تفاهم نامې وخت پوره سوی دی او د بیا لپاره به تفاهم نامه تمدید کړو او ځیني نوي بدلون به پکښې راولو.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
