له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې ترمنځ د دوه سوه او دیارلس زره او نه سوه او اته دیرش (٢١٣,٩٣٨) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
news image

نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد عابد نعماني د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې د اجرایوي رییس، محترم انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په پیل کې، نعماني صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له اړمنو او زیانمنو شویو وګړو سره یې د مرستو کوونکو ستاینه وکړه او یادې پروژې یې د خیر کار یادې کړې همدارنګه يې وویل، چې په ولایتي ریاستونو کې به اړوند مسؤلین له دوی سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري کوي. 

ورپسې، محترم تحریک د خپلې پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ولایتي کارکوونکو له دوی سره په هر ډول حالتونو کې مرسته کړې ده. 

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دوه سوه او دیارلس زره او نه سوه او اته دیرش (٢١٣,٩٣٨) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د پکتیکا ولایت په دیله او جاني خېل ولسوالیو او د خوست ولایت په مرکز او صبري ولسوالۍ کې د سیمه ییزو اوسېدونکو په غوښتنه څلور بنسټیزې پروژې د اوبولګولو د کانالونو، سربندونو، د سېلابونو د مخنیوي دیوالونو، پلچکونو او سړکونو برخو کې پلې شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/٧/۳ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د کابل ولایت په کارت سخي سیمه کې ٣٠٠ کورنۍ د ډبرو له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس، محترم الحاح ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د درېیمې ناحیې اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې ترمنځ د دوه سوه او دیارلس زره او نه سوه او اته دیرش (٢١٣,٩٣٨) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد عابد نعماني د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې د اجرایوي رییس، محترم انجنیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ د  جوړېدو له کارونو څخه څارنه وکړه

نن ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .