له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې ترمنځ د ۵۷۸,۵۸۰ (پنځه سوه اته اویا زره او پنځه سوه او اتیا) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۵
news image

نن د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالم‌یار، د AYSO مؤسسې له اجرائیوي رئیس، انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
د ناستې په پیل کې، محترم عالم‌یار صاحب د AYSO مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یادې موسسې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملياداره به د AYSO مؤسسې د فعالیتونو پر مهال د هر ډول ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې د دې ستونزې د حل لپاره بشپړه همکاري وکړي. نوموړي  د  AYSOموسسې له مسؤلینو وغوښتل چې د افغانستان د زیانمنو خلکو لپاره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورپسې، د AYSO مؤسسې اجرائیوي رئیس، انجنیر عبدالحبیب تحریک، د دې مؤسسې د نوې پروژه په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې پروژې بودیجه د UNDP د دفتر لخوا تمویل شوې او د AYSO مؤسسې له لوري به پلي شي. نوموړي د دې ادارې د مشرتابه لخوا له همکارو سازمانونو سره بې له ځنډه د تفاهم‌نامو د لاسلیک کولو او د پروژې د پلي کولو زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې به، ټولټال د ۵۷۸,۵۸۰ (پنځه سوه اته اویا زره او پنځه سوه او اتیا) ډالرو په ارزښت په دوو ولایتونو ننګرهار او لغمان کې پروژه پلي شي.
د دې پروژې په لومړي پړاو کې، هغو ۱۱۲ شرکتونو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، چې ۵۶ شرکتونو ته به په  ننګرهار او ۵۶ نورو شرکتونو ته به په لغمان کې هر شرکت ته د ۱۶۹۲ ډالرو په ارزښت وسایل وویشل شي.
په دویم پړاو کې، هغو ۱۶۰ کوچنیو کاریګرو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي (۸۰ تنو په ننګرهار او ۸۰ تنو په لغمان کې) یو مسلکي/تخنیکي روزنیز کورس ورکول کېږي. همدارنګه، د دې دورې له بشپړېدو وروسته به، هر کس ته د ۷۰۰ ډالرو په ارزښت د کار وسایل او نورې اسانتیاوې برابرې شي.

نېټه: ۲۵/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
Background image

په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .